په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پر مریخ د ژوند معلوماتو لپاره نوې څېړنه

د ساینسپوهانو یوې ډلې د دې لپاره چې پوه شي پر مریخ به ژوند څنګه وي یوه کمسارې ازموینه بشپړه کړې ده. دوی یو کال د امریکا د هوايي ایالت په یوه ګوښه سیمه کې واوسېدل. دا ځای د دې ماموریت لپاره ځکه غوره شوی و چې مریخ ته ورته چاپیریال لري.