په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د لیبیا د سېرت کنټرول لپاره روانه جګړه

په لیبیا کې دا دریمه میاشت ده چې د ملي یوالي حکومت ته وفاداره ملېشه او حکومتي ځواکونه لګیا دي او له اسلامي دولت نومې ډلې د سېرت کنټرول بېرته اخلي. سېرت د پخواني دېکتاتور معمر القذافي د زېږېدو ځای دی. له دغې جګړې سره د امریکا هوايي بمباریو یو څه مرسته کړې ده. دوی هیله لري چې و به کولی شي داعش له ښاره وشړي.