په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

په افريقا کې د فيلانو شمېر مخ په کمېدو دی

په تېره لسیزه کې د افریقایي فيلانو په شمېر کې ډېر کمښت راغلی. پر دې لویه وچه له یوې هوایي څېړني وروسته څرګنده شوې چې لږ تر لږه ۱۴۴ زره فیلان وژل شوي.

دغه سیمه چې فيلان په کې اوسېږي نژدې نیم میلیون کیلومتره ده او ۱۸ هېوادونه یې پوښلي چې اوس مهال له ۴۰۰ زره ډېر فيلان لري.

که چېرې په افریقا کې د فيلانو وژل په دغه سرعت پر مخ ځي نو لري نه ده چې شمېر به یې په راتلونکو ۹ کلونو کې نیمی شي.