په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د الن کردي لومړی تلين، انځور يې د کډوالو کړکېچ ته پام ډېر کړ

مخکې درې کلن الن کردي له خپلې کورنۍ سره له سوریې په تېښته و چې په سمندر کې ډوب شو.

پلار یې عبدالله کردي بي بي سي ته وویل "اوس هم هیله لري د نړۍ مشران به په سوریه کې جګړه ودروي".

د ترکیې د سمندر پر غاړه پړمخې پروت د الن کردي د جسد انځور د نړیوالو پام د کډوالو کړکېچ ته ورواړاوه.

په دغه رپورټ کې ځينې برخې خواشينونکي انځورنه لري.