په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغان صنعت

افغان حکومت له صنعتکارانو سره د مرستې په دود د برېښنا ټاکل شوې بيه تر هغه ١٣ سلنه کمه کړې چې پخوا يې وړانديز شوى و.

پانگوال وايي دا لا هم ډېره لوړه ده او بايد د صنعت د غوړېدا لپاره مرسته ورسره وشي.

د شمالي ولايت بلخ په مرکز کې بیا د شيشو جوړولو د يوازينۍ فابريکې کارکوونکي وايي که له ژمنې سره سم گاز ور و نه رسېږي نو وبه تړل شي.

وايي له همدې امله د لسگونو ميليونو ډالرو پانگونې مخ ترې اړولى دى. امير بريال يې ليدو ته ورغلى و.