په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د شتمنو هېوادونو سرمشريزه

د چین په هانګژو کې د ۲۰ سترو شتمنو هېوادونو د سرمشریزې دویمه ورځ وه.

کوربه چینايی ولسمشر شي جېنپېنګ وايي، د کمزوري اقتصاد له ښه کولو سره د مرستې لپاره د وروستۍ اعلامیې په برخه کې پرمختګ شوی دی.

دا یې هم وويل چې هڅه کوي دا خبره یقینی کړي چې د نړیوالتوب ګټې په برابره او په پراخه توګه ووېشل شي.

د دې غونډه په څنډه کې نړیوال مشران دوه اړخېزې ناستې هم کوي.