په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

بريتانيا کې سوريايي کډوال

د بریتانیا حکومت وايي۱۰ میلیونه پونډه یې دې بېلې کړي چې سوریايي کډوال وکولی شي انګلیسي پرې زده کړي.

دا خبر په داسې وخت کې خپرېږي چې د بریتانیا ۱۷۰ ځايي ښاروالیو ويلي چې تیار دي ۲۰ زره هغه سوریايي کډوالو ته پنا ورکړي چې بریتانیا یې تر ۲۰۲۰ کاله له کمپونو راولي.

تر دې دمه دوه نیم زره سوریایان دې هېواد ته را رسېدلي.