د عکسونو البوم: نړۍ تېره اوونۍ

د نړۍ د تېرې اونۍ له خبرونو څو خورا ښه انځورونه غوره شوي، چې په هسپانیا کې د رومي بانجانو فیسټیوال، په لندن کې د "نوټنګ هل کارنیوال" په کولمبیا کې د حکومت او پارک یاغیانو ترمنځ د سولې تړون او نورې مسلې پکې راځي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د هسپانیا په بونیل ښار کې په نړۍ کې د مشهور "رومي بانجان ګوزارونو فیسټوال" و، چې ۱۸۰ ټنه رومیان پکې کارول شوي او ۲۲ زره کسانو پکې ګډون درلود.
د انځور حقوق EPA
Image caption د اندونیزیا په لوېدیځ ټاپو سوماترا کې د ګوجا کلي په ښوونځي ماشومان په داسې حال کې لوبیږي چې شاته یې له سنابونګ اورغورځوونکي غر نه لوګي پورته کیږي. تر ۲۰۱۰ کال مخکې ۴۰۰ کلونو لپاره دا اورغورځوونکی خاموش و، خو له هغه راوروسته تر ډېره فعاله وي.
د انځور حقوق AFP
Image caption د ارجنټاین مشهور فوټبالر لیونل میسي نړیوال جام ته د لار موندنې په لوبو کې د یوراګوای پرخلاف له سیالۍ وړاندې ملي سرود ته د درناوي لپاره ولاړ دی. میسي د امریکا کوپا جام په پایلوبه کې له چلي نه تر ماتې خوړلو وروسته د تقاعد اعلان وکړ، خو وروسته دا خبره بېرته واخسته.
د انځور حقوق AFP
Image caption په لندن کې د هر کال په څېر دا ځل هم دوه ورځنی "نوټنګ هل کارنیوال" په ډېرو ولولو ترسره شو. له ۱۹۶۴ کال راهیسې په لوېدیځ لندن کې هر کال نوټینګ هل کارنیوال جوړیږي. دا کارنیوال هم له کارابین یا د غرب الهند له ټاپوګانو لېږدېدلي تورپوستي د خپل فرهنگ د دودولو لپاره جوړوي.
د انځور حقوق AFP
Image caption د افریقا په څو سیمو کې خلکو د بشپړ کسوف (لمرنیونه) ننداره وکړه. لمرنیونه هغه مهال پیښیږي چې سپوږمۍ په تلو تلو کې د ځمکې او لمر ترمنځ راشي.
د انځور حقوق AFP
Image caption په افریقایي هېواد ګابون کې د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو له امله له پیدا شوي تاوتریخوالي وروسته امنیتي ځواکونو ۱۰۰۰ کسان نیولي دي. تاوتریخجن لاریونونه هغه مهال پیل شول چې په ټاکنیزو پایلو کې ولسمشر علي بونګو په لږ توپیر سره بریالی وبلل شو.
د انځور حقوق Reuters
Image caption د کولمبیا حکومت او د پارک یاغیانو ترمنځ له ۵۲ کلنې جګړې وروسته د سولې تړون وشو. د دې تړون اعلان له دوه کاله خبرو وروسته د کیوبا په پلازمېنه هاوانا کې وشو. له سولې تړون وروسته د یاغیانو د ډلې دوه جنګیالي خپل مرکز کې ارام کوي.
د انځور حقوق Getty
Image caption د بریتانیا شهزاده ویلیم د نادولتي تنظیم په څارنه د ماشومانو د چکر پروګرام ګډونوالو ته خبرې کوي. د دې پروګرام موخه ماشومانو ته دا ورښودل دي چې د سمندر له څپو سره د تګ په مټ عصبي فشار کم کړي.
د انځور حقوق Reuters
Image caption د ایټالیا د سمندرغاړې ساتونکو په لویو مرستندویه عملیاتو کې د لیبیا سمندرغاړې ته نږدې ۶۵۰۰ کډوال وژغورل. پر ایټالیا سربېره، د اروپایي ټولنې سرحدي سازمان (فرانټېکس) او د "پرواکټیو اوپن آرمز" نادولتي سازمان او بې پولې ډاکټرانو په دغو عملیاتو کې برخه لرله.
د انځور حقوق Reuters
Image caption د اسراییلو تل ابیب ښار ته نژدې د سفاري ژوبڼ یو ساتونکی د پنځه ورځې مخکې زېږېدلې زرافې ساتنه کوي.