په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

په کینیا کې رښتني ژوند ته ورته د فلمونو یوه لړۍ

په کینیا کې ریښتني ژوند ته ورته د فلمونو یوه لړۍ پیل شوې چې موخه یې د بې عدالتیو، مافیایي کړیو او قاچاق وړونکو په اړه د عامه خلکو پوهاوی دی. نوم یې دی ' توکو ماچاو ' معانا موږ دي وینو. دا لړۍ پر انټرنېټ ښوول کېږي او هغه مهال چې جرم کوونکی ونیسي بیا له خپلو لیدونکو غوښتنه کوي چې رایه ورکړي، له دې مجرم سره باید څه وشي؟

ژوندی یې پرېږدي که یې ووژني؟