په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د شمالي کوريا تر "ټولو لويه" اتومي ازموينه

تر مځکې لاندې د شمالي کوریا پنځمې او تر ټولو لويي چاودنې په نړۍ کې د غندنې سخت غبرګونونه راپارولي.

جنوبي کوریا د شمالي کوریا مشر کېم جان اون په دې تورن کړ چې کړنې یې د بې پروا او یو عصبي ناروغ دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري هم ژوره اندېښنه ښوولې تر څنګ یې چین او روسیې هم ناخوښي څرګنده کړې او وایي دغه راز تمرینونه به ډېري منفي پایلې ولري.