په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د سوريې اوربند او تازه بمبارۍ

په سوریه کې مرستندویه ادارې تیاری نیسي چې که د امریکا او روسیې په منځګړتوب اوربند پلی شي، کلابندو کلو او ښارونو ته بېړنۍ مرستې ورسوي.

سوریه کې د ماشومانو د خوندیتوب اداره سېو د چلډرن وايي، له وړاندې خواړه او درمل تیاروي چې ژر یې اړو کسانو ته ورسوي.

د رپوټونه له مخې د امریکا او روسیې په منځګړتوب د شوي اوربند له پلي کېدو مخکې بمبارۍ شوې چې له ۱۰۰ ډېر کسان يې وژلي دي.