په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

بلخ کې د ښځو لپاره رادیويي خپرونې پیل شوې

د افغانستان په شمالي ولایت بلخ کې د نجونو یوې ۱۱ کسیزې ډلې د ښځو لپاره ځانگړې راډیو جوړه کړې ده. څو کاله وړاندې د ښځو لپاره یوې بلې راډیو هم فعالیت پیل کړى وو، خو د ټولنیزو، اقتصادي او امنيتي دلایلو له امله اړ شوه چې سړي هم په دنده وګماري. امیر بریال په دې نوې هڅې له مزارشریفه رپوټ چمتو کړی دی.