په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغانستان کې د لوی اختر لومړۍ ورځ

نن د نړۍ په بېلا بېلو برخو کې مسلمانانو د لوى اختر ورځ ولمانځله. د افغانستان په پلازمېنه کابل او لویو ښارونو کې سخت امنیتي تدبیرونه نیول شوي وو. د اختریزو مراسمو پر وخت افغان ولسمشر محمد اشرف غني مېلمنو ته وویل د گلبدين حکمتيار له حزب اسلامي سره د سولې هوکړې ته نژدې شوی. هغه پر سیاستوالو غږ وکړ چې د سولې بهير جدي ونیسي. وايي بې دليله د سولې په بهير کې خنډ نه شي زغملى. نور حال زموږ همکار اولیا اطرافي لري.