په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

سعودي عربستان کې د بیت الله حج

په سعودي کې هم ميلونونو مسلمانانو لوى اختر وکړ. په سږني حج کې ايرانيان برخه نه لري. تېر کال د حج په مراسمو کې د سلگونو ايرانيانو له مړينې وروسته تهران تور پورې کړى و چې سعودي يې د وگړو خونديتابه ته پام نه کوي. سږني مراسم تر اوسه بې له لويو پېښو روان دي. خو لکه له مکې مکرمې چې سيد عبدالله نظامي وايي پاکستانيان له خپل حکومته شکايت لري.