په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د بلوچستان یو اعشاریه درې میلیونه ماشومان له زده کړو بې برخې دي

د شمېرو له مخې د پاکستان په بلوچستان صوبه کې شاوخوا ۱.۳ مېلیونه ماشومان له زده کړې بې برخې دي. د بلوچستان د تعلیم صوبايي وزیر وايي نژدې ۵۰۰۰ حکومتي ښوونځي یوازې یوه خونه او یو ښوونکی لري. بلوچستان ایالت کې درې کاله وړاندې د پښتنو او بلوڅ ملتپالو نوي حکومت د تعلیم او روغتیا په برخه کې د بېړني حالت اعلان کړی و خو د ډېرو په اند هلته لا هم په دغو دوو برخو کې هېڅ پرمختګ نه دی شوی. نور حال د خدای نور ناصر په رپوټ کې.