په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغان سوک وهونکی: غواړم نړیوال اتل شم

لندن مېشتي افغان سوک وهونکی سهیل احمد چې تر اوسه یې له خپلو ډېرو سیالو نه یوازې یوه بایللې وايي، هیله من دی چې یوه ورځ نړیوال اتل شي.

سهیل چې په ۱۱ کلنۍ کې بریتانیا ته کډوال شوی وايي، له سوک وهنې سره یې له کوچنیوالي مینه وه او تل به یې د محمد علي لوبې کتلې.

سهیل له سوک وهنې وړاندې تکواندو کوله او په دې برخه کې یې یو شمېر مډالونه هم کټلي.