په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د جګړو رواني ځور

۴۲ سلنه افغانان له وېرجنو پېښو وروسته له ژور خپگان څخه کړېږي.

دا سروې په ٢٠٠٢ کال کې د امريکا د ناروغيو د کنټرول او مخنيوي ادارې کړې وه.

يوازې افغانان نه بلکې د نړۍ په هر هغه ځاى کې چې تاوتريخوالى روان دى ډېر خلک له دې حالته کړېږي.

ځينې امريکايي سرتېري چې په افغانستان او عراق کې جنگېدل له دې حالت سره مخامخ شوي وو.

په کينيا کې د هغو سرتيرو په اړه معلومات لرو چې له دغه ژور خپگانه کړيږي.