په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغانستان: په کور دننه بېځايه شوي

ملگرو ملتونو پر نړیوالو غږ کړی چې د هغو یو میلیون افغانانو د ژغورنې لپاره مرستې زیاتي کړي چې د روان کال تر پایه به په خپل هېواد کې بې برخلیکه گرځي.

په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال سټیفن اوبراین وايي، افغانستان له یوه بشري بېړني وضیعت سره مخامخ دی، او دا چې ډېر راستنېدونکې کورنۍ به د لومړي ځل لپاره د افغانستان له سخت ژمې سره مخامخ شي.

زموږ همکار اولیا اطرافي په کابل کې له پاکستانه د راستنېدونکو کډوالو یوه کمپ ته ورغلى.