په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د يوګانډا يوه بېوزله نجلۍ څه ډول د شطرنج اتله شوه؟

کله چې د ډیزني فلمونو په اړه خبرې کوو نو سملاسې هالیووډ ورسره یادېږي، خو د ډیزني نوی فلم له هالیووډ نه ډېر لرې داسې یوې سېمې کې جوړ شوی چې چا یې تمه هم نه کوله.

فلم د کاتوي د ملکې په نامه دی. د اوسکار جاېزې ګټونکې لوپېتا نیونګ هم په کې لوبېدلې د یوې ځوانې یوګاندایۍ نجلۍ کيسه کوي چې د شطرنج اتله ده.

فیونا موتسي بې کوره او بېوزلې نجلۍ وه خو له ځینو فرصتونو نه ګټې اخېستلو سره یې خپل او د خپلې کورنۍ ژوند بدل کړ.