په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د هرات انګور

د افغانستان په لوېديځ هرات کې کروندګر وايي، نړيوال کيفيت لپاره د تصديق پاڼو نشتوالي له افغانستانه بهر ته د ميوو د صادرولو چاره ټکنۍ کړې دی.

هرات سږ کال ۸۰ زره ټنه انگور توليد کړي خو وايي بهرنی بازار نه لري او په کور دننه دومره انگور نه خرڅېږي.

کندهار کې بيا بزگر هيله من وو چې ٤٠ زره ټنه انگور پاکستان او هند صادر کړي. خو له پاکستان سره د پولو بندېدلو او پرانيستلو دا کار ټکنى کړى.

محمد قاضي زاده له هراته رپوټ لري.