په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د ملاوي لوبيزه ستورې

د پارالمپیک په سیالیو کې د ملاوي، تونیري باندا د خپل هېواد په تاریخ کې لومړنۍ لوبغاړې شوه چې د ښځو په ځغاسته کې یې برخه واخیستله.

دغه ۲۰ کلنه لوبغاړې چې سترګې یې سم لید نه کوي له تېر جون را په دېخوا له خپل زوی سره ډېر وخت په دې نه دی تېر کړی چې د ریو لپاره یې چمتوالی نیوی.

اوس دې ته ژمنه ده چې په خپل هېواد کې به نور هڅوي تر څو د ملاوي بیرغ یو ځل بیا ورپوي