په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د هند او پاکستان ترينګلتيا

په کشمير کې پر هندي سرتېرو له بريد وروسته ډيلي کې د اسلام اباد ضد غږونه زيات شوي. د هند تر ولکې لاندې کشمير کې امنيتي ځواکونه وايي دوى ۱۰ شک وړ اورپکې چې غوښتل يې له پاکستانه ورواوړي وژلي دي. دې کسانو هڅه کوله په اوړي سيمه ور واوړي چې د يکشنبې يا اتبار په ورځ پکې پر پوځي اډه بريد شوى و. هند کې ځينې د پاکستان پر ضد د سخت پوځي غبرگون غوښتونکي دي خو لکه په دې رپوټ کې چې به يې وگورئ نور د زغم غوښتونکي دي.