په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

روسیه کې د آیچ آي وي وایرس خپرېدا

روسیه کې د آیچ آي وي وایرس په چټکۍ د خپرېدو په حال کې دی او هغه ډلې چې د دغه مېکروب د خپرېدو د مخ نیوي په برخه کې کار کوي وايي له ستونزو سره مخامخ دي.

د روسیې حکومت دلته پر څلورو بنسټونو د بهرنیو جاسوسانو ټاپه لګولې.

دوی اجازه نه لري چې له بهر نه پېسې تر لاسه کړي او یا هم داسې کارونه وکړي چې سیاسي بلل کېږي.

په دې رپوټ کې د رېلکوف په نامه د یوه بنسټ له کارکونکي مکزیم مالېشوف نه اورو چې دغې چارې یې کار څومره اغېرمن کړی.