په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د سوریايي ماشومانو لپاره د ندین کیسې

سوریایي لیکواله ندین کادان له اته کلنۍ راهېسي کېسې لیکي او انځوروي يي.

د ماشومانو لپاره یې په لسګونو د کیسو کتابونه په عربي ژبه لیکلي.

خو اوس یې په انګلیسي ژبه خپل لومړنۍ د کېسو کتاب لیکلی.

ندین له بي بي سي سره په خبرو کې وايي هېله لري کیسي به یې له سوریايي ماشومانو سره مرسته وکړي چې خپل هېواد کې پر روانې کورنۍ جګړې او روان حالت پوه شي.