په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

مصر کې د ګډوالو ډوبه بېړۍ

له هغې بېړۍ ژونديو پاتې شويو، چې دا تېره چارشنبې (۲۱) د مصر له سمندرغاړي سره واوښته، بي بي سي ته ويلي چې پېښه کې سلګونه کسان ښايي ډوب شوي وي.

دې بېړۍ تر ۶۰۰ پورې کډوال لېږدول، چې د سمندرغاړي ۱۲ کيلومترۍ کې واوښته.

د بي بي سي خبرياله اورلا ګېرېن د مصر رشيد سمندر غاړي ښار ته ورغلې وه، چې له ژونديو پاتې شويو سره خبرې وکړي.