پاکستان کې روسي ځواکونه

د انځور حقوق ISPR

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګه وايي، د روسیې یوه ډله ځمکنی پوځ په لومړي ځل له پاکستاني ځواکونو سره د ګډو مانورو لپاره دغه هیواد ته ورسېد.

د انځور حقوق ISPR

د پاکستان او روسیې د امنیتي ځواکونو دا مانورې د دواړو هیوادونو ترمنځ د دفاعي همکارۍ د زیاتولو لپاره کېږي.

د انځور حقوق ISPR

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو مسوول تورن جنرال عاصم باجوه په خپل ټوېټر کې د روسي ځواکونو د انځورونو په خپرولو سره ویلي، په دې تمرینونو کې د دواړو هیوادونو نږدې ۲۰۰ پوځیان برخه لري.

د انځور حقوق ISPR

د تېر کال په اګسټ کې پاکستان له روسیې د اېم ای ۳۵ چورلکو د اخیستلو تړون هم لاسلیک کړ.