په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د جنرال نېکولسن څرګندونو ته کتنه

په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو قومندان جنرال جان نېکولسن ويلي چې د افغان او امنيتي ځواکونو جګړه په "ټپه ولاړ حالت ته رسېدلې" ده.

نوموړي چې تېره ورځ يې د امریکا په دفاع وزارت (پېنټاګون) کې يوې غونډې ته خبرې کولې ویلي، "د افغانستان ۶۵ نه تر ۷۰ سلنه وګړي په هغو سېمو کې ژوند کوي چې د افغانستان دولت واک لاندې دي، ۱۰ سلنه وګړي د طالبانو تر ولکې لاندې سېمو کې او او پاتې هغو ځايونو کې ژوند کوي چې طالبان يې د نيولو لپاره له افغان امنیتي ځواکونو سره جګړه کوي".

د نوموړي د څرګندونو په اړه نور تفصیل داود اعظمي وړاندې کوي.