په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

فرانسه کې د افغان ماشوم کډوال مړينه

بریتانیا کې د مریتوب ضد کمېشنر پر حکومت غږ کړی چې د هغو بې سرپرسته کډوالو ماشومانو سره دې لا ډېرې مرستې وکړي چې دا مهال د فرانسې په کلې کمپ یا ځنګله کې بند پاته دي.

همدا تېره اوونۍ یو ۱۴ کلن افغان ماشوم چې غوښتل یې بریتانیا ته راشي پر لاره مړ شو. وروسته معلومه شوه چې ورور یې په انګلستان کې ژوند کاوه او ده په اصل کې کولای شوای په قانوني ډول بریتانیا ته سفر وکړي.

بي بي سي دغه کمپ ته ورغلې چې د هغه کیسه واوري.