په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ستاسې غږ: شل کاله پخواني یادونه

له ننه شل کاله وړاندې د ۱۳۷۵ کال د تلې په شپږمه نېټه وسله وال طالبان د کندهار، هرات، ننګرهار او غزني له نیولو وروسته کابل ته ننوتل او د مجاهدینو حکومت یې نسکور کړ.

کابل ته له ننوتو وروسته طالبانو د افغانستان پخوانى ولسمشر ډاکتر نجيب الله له خپل ورور احمدزي سره یوځای د اریانا په څلور لارې کې اعدام کړ چې دې کار د کابل اوسیدونکي هېښ کړل.

ډاکټر نجیب الله له ۱۹۸۷ میلادي کاله تر ۱۹۹۲ کال پورې چې مجاهدینو کابل ونیو د افغانستان ولسمشر و.

د ستاسې غږ په خپرونه کې زموږ له اورېدونکو پوښتل شوي، چې د تلې په شپږمه دوی چېرته وو؟

د افغانستان د هغه مهال له سیاسي او امنیتي حالته یې څه په یاد دي؟

په دې اړه د اورېدونکو نظرونه په دغه خپرونه کې اورېدی شئ.