په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د ماشوم زېږون لپاره د دريو کسانو خصوبت

د لومړی ځل لپاره تاريخ کې امريکايي داکټرانو د ماشوم زېږون لپاره د دريو کسانو خصوبت يا زېږون وړتيا لارې چارې کارولې دي.

امريکايي ډاکټرانو د لومړي ځل لپاره د ماشوم زېږون لپاره د دريو کسانو د خصوبت يا زېږون وړتيا لارې چارې کارولې دي. نوی زېږېدلی ماشوم چې يو هلک دی، د خپل موروپلار ډي ان اې او هم د يوه درېيم کس چې بسپنه ورکوونکې مېرمن بلل شوې، د جېنيټکي کوډ يو عنصر لري. دا بهير ماشوم ته له داسې حالته د لرې والي لار پرانيزي، چې مور یې پرې اخته وي.