هغه سړی چې د جګړې ځینې برخې یې تصویري کړي

د انځور حقوق JESUS ABAD COLORADO

کولمبیا کې د دغه هېواد د حکومت او فارک یاغیانو تر منځ د نږدې نیمې پيړۍ اوږدې جګړې پای ته رسولو لپاره هلې ځلې روانې دي. عکاس جېسس اباد کولو رادو د دغې جګړې ځینې برخې د کلونو په موده کې د تصویر په ژبه بیان کړې، چې د هغه پخوانی همکار او د بي بي سي خبریال جواان کارلوس پیریز سالازار یې حال وايي.

سره له دې چې د کولمبیا جګړه ډېره اوږده وه، خو داسې ډېر لږ تصویرونه شته، چې دغه جګړه انځوروي.

ویلی شو چې جېسس اباد کولو رادو هغه عکاس دی، چې د دغې جګړې کړاونه یې د ۲۵ کلونو مودې کې د تصویر په ژبه څرګند کړي دي.

د انځور حقوق JESUS ABAD COLORADO

۱۹۶۰ کلونو کې د هغه نیکه او انا له خپلې کورنۍ سره د کولمبیا منځنۍ برخه کې ژوند کاوه.

دا هغه مهال و، چې دوه ګوندونه، لیبرال او محافظه کاران په یوه خونړۍ جګړه کې یوه بل ته مخامخ شول.

د نوموړي نیکه ګنۍ لیبرالان وو، خو داسې ښارګوټي کې یې ژوند کاوه، چې د محافظه کارانو اکثریت په کې اوسېده.

یوه ښپه یې کور ته ګڼ کسان ورغلل، نیکه یې وواژه او د کورنۍ د تر ټولو کوچني ماشوم غاړه یې ورپرې کړه. انا یې د نه خوړو اعتصاب وکړ او څلور میاشتې وروسته یې ژوند بایلود.

د انځور حقوق JESUS ABAD COLORADO

نوموړی معمولاً یوازینی خبریال و، چې د ډله ییزو وژنو پېښو ځایونو ته ورته او ډېری مهال به له هغه ځایه وتونکی وروستی کس و.

هغه غوښتل هغه غبرګونونه وویني، چې له جګړو او تاو تریخوالي وروسته په اغېزمنو انسانانو کې لیدل کېږي.

د انځور حقوق JESUS ABAD COLORADO
د انځور حقوق JESUS ABAD COLORADO

له خلکو سره د هغه نژدې والی د دی لامل و، چې خلکو ورته د دغه ډول غمګینو پېښو د عکاسۍ اجازه ورکوله. دغه تصویر یې یوه بېلګه ده. انیسیتو نومي یو سړی خپلې ټپي مېرمنې اوبیرتینا ته په داسې حال کې ګوري، چې د مرګ کومې ته روانه وه.

دغه سړي ته پوځ او وسله والو اجازه نه ورکوله، چې خپله مېرمن روغتون ته یوسي. کله چې نوموړي ته اجازه ورکړله شوه، ډېر ناوخته و او کله چې نوموړي د خپلې مېرمنی مړی بېرته کور ته راوړ، کولوراډو لوفیز ورسره ملګری و او د هغه غم ځپلی حال یې د تصویر په بڼه خوندي کړ. هغه وايي:

''که زه بشر مهم وبولم او دوی زما پر همغږي وپوهیږي د پېښو په ثبت کې کومه ستونزه نه شته، زه یو عیني شاهد یم دا مې مسوولیت دی، چې دغسې پېښې تل یادې وساتم.''

د انځور حقوق JESUS ABAD COLORADO

کولوراډو تل هڅه کوله د جګړې اغېزمن کسان وښيي، هېڅلکه یې د جنرالانو یا واکمنو تصویرونه نندارې ته نه وړاندې کول، هغه یوازې د ټیټ پوړ جنګیالو عسکونه اخیستل او یا هم د ملکي کسانو. دغه تصویرونه معمولاً د ناوړه پېښو وروسته اخیستل شوې.

د انځور حقوق JESUS ABAD COLORADO

د بېلګې په توګه د هغه سرتېري عکس چې ۱۹۹۳ کال کې د وسله والو مخالفانو له یوه کمینه روغ ووت، خو ملګري یې د ده څنګ ته د سړک پر سر مړه پراته دي.

د انځور حقوق JESUS ABAD COLORADO

یا دغه سرتېری، چې وسله والو یاغیانو یې ۱۳ کلنه خور ووژله او ده په چیغو وژړل. دغه سرتېري ته له مخکې ویل شوي وو، چې باید پوځ پريږدي که نه د کورنۍ غړي به یې ووژل شي، خو افسرانو یې د ده په خبره باور نه و کړی.

د انځور حقوق JESUS ABAD COLORADO

خو د نوموړي کمره ډېری وخت د ملکي کسانو کړاونه ثبتوي، هغه ملکي کسان چې ویل کېږي د لسیزو په جګړې کې ۲۲۰ زره کسان ووژل شول. نوموړی وتوانید د هغه ماشوم عکس واخلي، چې د ملېشه ځواک په لاس د خپل وژل شوي پلار تڼۍ تړي. دغه پېښه ۱۹۹۸ کال کې په هغه ښار کې وشوه، چې د لوفیز کورنۍ ۳۸ کاله مخکې پرې ایښي و.

د انځور حقوق JESUS ABAD COLORADO

د جګړې ټپونه یوازې پر بدنونو نه پاتې کېږي، بلکې د ځمکې پر مخ هم داغونه پريږدي. د الارو دغه سیمه کې ملېشه وو د پوځ په ملګرتیا پنځه ورځې د سیمې خلک ځورول او ۱۵ کسان یې داسې حال کې ووژل، چې د سیمې خلک د دغې صحنې لیدو ته اړ ایستل شوي وو.

د انځور حقوق JESUS ABAD COLORADO
د انځور حقوق JESUS ABAD COLORADO

دغه تصویر کې ځايي اوسېدونکي پر خپل کلي د اورپکو له برید وروسته د تېښتې په حال کې.

د انځور حقوق JESUS ABAD COLORADO

د هوايي بمباریو پایله کې د ریو سوشیو سیمې نژدې اته زره کسان له خپلو مېنو بې برخې شول.

د انځور حقوق JESUS ABAD COLORADO

یا هم د ښوونځي پر دیوالونود مرمیو هغه نښانونو چې د جګړې پر ډګر بدل شوی و.

د انځور حقوق JESUS ABAD COLORADO

په دغه تصویر کې وسله وال له لوړه ځایه د مادلین ښار ننداره کوي.

د انځور حقوق JESUS ABAD COLORADO

که څه هم هغه خپله او کورنۍ د دغه تاوتریخوالي ښکار شوي یو بله انګیزه چې نوموړی یې لري د غم او خفګان په منځ کې راتلونکي ته هیله ده. په دغه تصویر کې همدغه پیغام وینو، چې د ګراناډا اوسېدونکو له هغه وروسته، چې اورپکو یې ښار په کنډواله بدل کړ د سولې او ثبات ټینګښت په موخه لاریون وکړ.

د انځور حقوق JESUS ABAD COLORADO

په ټولګه کې د دغسې عاطفي تصویرونه هم شته، چې پتنګ د ټوپک پر مرمیو کېناست، خو وسله وال ځوان ځکه زړه نا زړه د تصویر اخیستو اجازه ورکړه، چې فکر یې کاوه دې سره به یې نارینه توب له پوښتنې سره مخامخ شي.

د انځور حقوق JESUS ABAD COLORADO

یا د دغه پلار عکس چې له کوره په زور شړل شوی و او په سیمه کې د خونړۍ جګړې له پای ته رسېدو وروسته کاله ته له خپلې لور سره ستون شو.

د انځور حقوق JESUS ABAD COLORADO

یا دغه وروستی تصویر چې ورسره زموږ کیسه هم پای ته رسیږي، چې په یو نا یو ډول هغه څه بیانوي، چې جېسس اباد کولوراډو لوپیز یې د خپلو تصویرونو ( چې د هغه کار ته کولمبیا کې د شاهدانو شاهد نوم ورکړل شوی ) له لارې ویل غواړي او هغه دي ( مه یې هېروئ، یاد ساتئ، ویر یې کوئ او د انصاف لپاره لټون کوئ )

او هیله مندي ورکړئ.

د انځور حقوق JESUS ABAD COLORADO
Image caption انا فیلیشیا خپل هغه کور ته له ستنېدو وروسته له ځان سره ګلونه هم راوړل، چې د جګړې له زوره ورنه تښتېدلې وه، هغې ځکه کور ته ګلونه راوړل، چې وايي 'کور به خواشینی نه وي.'
د انځور حقوق JESUS ABAD COLORADO

جېسس اباد کولوراډو لوپیز د کولمبیا میدیلین ښار کې زېږدلی او د ۱۹۹۲ او ۲۰۰۱ کال تر منځ یې د الکولمبیانو نومي ورځپاڼې لپاره دنده ترسره کوله. د هغه تصویر یوه ماشوم اخیستی، چې له خپلې کورنۍ سره پر خپل ښار د ملېشه ځواک له برید وروسته د تېښتې په حال کې و. نوموړی د میرار دي لا ویدا پروپوندا ( ژوند ته یوه ژوره کتنه ) نومي اثر لیکوال دی.