په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د ارسن وېنګر روزنيز ژوند ته کتنه

د انګلستان فوټبال پرېمیرلیګ کې د شمالي لندن ارسنل یوه له پیاوړو لوبډلو ګڼل کېږي.

ډېری یې لامل د دغې لوبډلې د روزونکي ارسن وېنګر هڅې یادوي. دی له تېرو ۲۰ کلونو راهیسې د ارسنل روزونکی دی.

په دې موده کې یې د پرېمیرلیګ په ګډون ځینې نورې اتلولۍ هم ګټلې دی او ډېر یې د انګلستان فوټبال له بریالیو روزونکو یادوي.

حمید قیومي د ارسن وېنګر پر روزنیز ژوند دغه رپوټ چمتو کړی.