په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کلې کې بې سرپرسته کډوال ماشومان

د کلې هغه کمپ چې د ځنګله په نوم هم یادېږي د زرګونو کډوالو کور دی خو اوس یې د فرانسې چارواکي غواړي ونړوي.

یوې مرستندویه ټولنې د هغو کوچنیانو په اړه اندیښنه ښوولې چې هلته ژوند کوي.

یونیسف د بریتانیا پر حکومت غږ کوي چې بې سرپرسته کوچینان، هر څومره ژر چې امکان ولري بریتانیا ته راوغوښتل شي، ځکه دا وېره شته چې د کمپ له تړل کېدو سره به هغوی هم لادرکه شي.