د عکسونو البوم: بروکسل کې د ښځو ځواکمنتیا په اړه غوڼده

د بروکسل غونډې په څنډه کې د افغان ښځو ځواکمنتیا په تړاو یوه غونډه جوړه شوې چې موخه یې د افغانو ښځو لاسته راوړنو او پر وړاندې یې د ننګونو خبرې په کې کېږي. غونډې ته ولسمشر غني وویل افغانې ښځې خیریه مرستو ته اړتیا نه لري.

د انځور حقوق Getty

اروپايي ټولنې له افغانستان سره ۲۰۰ میلیونه ډالره نوې مرسته اعلان کړه. د مرستې دغه سند بروکسل کې نن اکتوبر ۴ مه د افغانستان مالیې وزیر اکیل حکیمي او په اروپايي ټولنه کې د اقتصادي همکاریو کمشنرې ونې وین مي ميکا له لوري لاسلیک شو.

د انځور حقوق Getty

غونډې ته وینا کې د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسي مشرې فیدریکا موګیریني وویل، چې د افغان ښځو ځواکمنتیا موضوع یوازې د بشري حقونو خبره نه ده، بلکې په وینا یې دا د افغانستان د پرمختګ موضوع ده.

د انځور حقوق Getty

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د بروکسل غونډې په څنډه کې د افغان مېرمنو ځواکمنتیا په تړاو ناستې ته وینا کې وویل افغانې ښځې خیریه مرستو ته اړتیا نه لري. خیریه مرستې ښځې نه شي ځواکمنولی خو بازار موندنې ته لاس رسی کولی شي دوی ځواکمنې کړي.

د انځور حقوق Getty

ولسمشر غني له نړیوالې ټولنې غوښتنه وکړه، چې په مسلکي روزنې او د افغان مېرمنو لاسي تولیداتو ته بازار موندنې برخو کې مرستې وکړي.

د انځور حقوق Getty

ولسمشر د ښځو ژوند کې د لاسته راوړنو او ساتلو په تړاو وینا کې وویل، له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې ښځې د تاوتریخوالي قرباني دي او د افغان ښځو په ژوند کې مثبت بدلونونه باید د هېڅ ډول معاملې قرباني نه شي.

د انځور حقوق Getty

ولسمشر غني د ښځو د زده کړو لپاره موږ باید هدف وټاکو او که مناسب وخت ته په تمه شو نو ښايي ډېر وخت منتظر پاتې شو.

د انځور حقوق Getty

اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسي مشرې فیدریکا موګیریني وویل د نن غونډې هدف په دغه برخه کې د عملي ګامونو پورته کول دي.

اړونده مطالب