په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ستاسې غږ: د بښنې نړیوال سازمان پر شتمنو هېوادونو نیوکه کړې

د بښنې نړیوال سازمان پر شتمنو هېوادونو نیوکه کړې چې د کډوالو په برخه کې له خپلو مسوولیتونو اوږې تشوي او وايي چې په لږ شمېر کې کډوال مني او په دې برخه کې لږ څه کوي.

د بښنې نړیوال سازمان مشر ساحل شیټي خبرداری ورکړ چې که شتمن هېوادونه خپل مساحت ته په پام سره کافي شمېر کډوالو ته ځای ورنه کړي نو د بې روزګارۍ ګراف به لوړ شي او حالات به خراب شي.

په ریپوټ کې د بښې نړیوال سازمان ویلي چې په نړۍ کې د ۲۱ ملیونو کډوالو څه باندې نیمايي ته یوازې لسو هېوادونو ځای ورکړی چې په سر کې یې اردن دی.

په اردن کې څه باندې شپږ سوه زره سوريايي کډوال دېره دي.