له پاکستانه د افغان کډوالو ستنېدو کې زياتوالی راغلی

د انځور حقوق AP
Image caption د روان کال له جنورۍ نه د اکټوبر تر پنځمې نېټې ۲۱۱۰۰۰ افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې يا يو اېن اېچ سي ار چارواکي وايي چې تراوسه له ۲۰۰ زره زيات افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

په دغو کې ډېری د افغانستان ننګرهار او کابل ته تللي دي.

په اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو وياندې دنيا اسلم خان بي بي سي ته وويل، په خپله خوښه د کډوالو خپل هېواد ته د ستنېدو کچه له وخت سره ډېرېږي او له جولای مياشتې وروسته خپل هېواد ته د کډوالو په بېرته تګ کې نور هم زياتوالی راغلی دی.

هغه وايي د سپټمبر په مياشت کې افغانستان ته د ستنېدونکو افغان کډوالو کچه تر ټولو ډېره، يعنې ۹۰ زره وه.

هغې زياته کړه چې د روان کال له جنورۍ نه د اکټوبر تر پنځمې نېټې ۲۱۱۰۰۰ افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي چې په دغو کې ۱۷۰ زره له خيبر پښتونخوا خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

راپورونه ښيي چې له پنجابه ۲۱ زره او له بلوچستانه ۱۳ زره کډوال افغانستان ته بېرته ستانه شوي دي.

Image caption ډېری کډوال ننګرهار او کابل ولايتونو ته تللي دي.

دنيا اسلم خان وويل هره ورځ له پنځو زرو ډېر کډوال د بېرته تګ لپاره د ملګرو ملتونو دفترونو ته راځي.

نوموړې وايي، تر اوسه معلومه نه ده چې د پاکستان حکومت به له مارچ وروسته په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د اوسېدو مودې په اړه څه پرېکړه کوي، خو نوموړې وويل چې د حکومت لخوا تر ټاکل شوې وروستۍ نېټې پورې د ټولو افغان کډوالو خپل هېواد ته ستېندل "شوني" نه دي.

د بشري حقونو نړيوال سازمان د سې شنبې په ورځ په خپل يوه راپور کې ويلي وو چې پاکستان د نړۍ درېيم لوی هېواد دی چې په خپله خاوره غير ملکی کډوالو ته يې پناه ورکړې.

ورته مطالب