په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

فکرلارې: شریعت او افغاني ټولنه د همجنس خوښوونکو په اړه څه نظر لري؟

هجنس خوښول په افغانستان کې چې ۹۹ سلنه خلک یې مسلمانان دي يو ناروا کار دی او دغه چلند د غير اسلامي او غير اخلاقي کار په توګه غندل کېږي.

ځکه نو د نارينه او ښځینه همجنس خوښوونکو او يا هغو خلکو په اړه چې له دواړو جنسو سره علاقه لري د شمېر په هکله کره معلومات نه شته.

له بي بي سره په مرکو څو تنو نارينه او ښځينه هجنس خوښوونکو ويلي، چې دوی په ټولنه کې پټ ژوند کوي.

د فکرلارې په دې پروګرام کې غواړو وګورو چې اسلامي شريعت او افغاني ټولنه د همجنس خوښوونکو په اړه څه نظر لري.

مېلمانه راسره په کابل کې مفتي شمس الرحمان فروتن، په واشنګټن کې نعمت سادات چې په کابل کې د امريکايي پوهنتون استاد و او په خپل همجنس خوښوونکی دی او په لندن کې ډاکتر نياز شاه چې د هل پوهنتون استاد دی.