په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

قبايلو کې د مېرمنو ستونزې

ډيورنډ کرښې ته نژدې د بېلا بېلو قبايلي سيمو سلګونواوسېدونکو په پلازمېنه اسلام اباد کې د قبايلي سيمو د اصلاحاتو په تړاو احتجاجي لاريون وکړ.

يو شمېر قبايلي مشرانو بي بي سې ته وويل چې ۹۵ سلنه قبايل غواړي چې قبايلي سيمې دې په خيبر پښتونخوا کې شاملې شي.

په همدې ترڅ کې د قبايلو ښځې اعتراض کوي چې په دغو اصلاحاتو کې د دوى نظر نه دى پوښتل شوى. لايبې يوسفزۍ د قبايلي ښځو دريځ موندلى.