په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د هند د سوداګرۍ اغېز

په داسې حال کې چې هند د موټرو او ګاډو جوړولو په يو لوی صنعتځي اوړي، له دغه هېواده ورسره د ګاډو صادرات هم په پرله پسې ډول لوړ شوي دي.

اوس په کې د موټر جوړولو يو شمېر بهرني شرکتونه هم خپلې فابريکي پرانيزي.

لسګونه زره خلک دغو ځايونو کې په کار بوخت شوي، او د ډېرو لپاره يې دا ډول دندې له بېوزلۍ د وتلو يوه غوره لار ده.

بي بي سي د دغه صنعت له يوې کار کوونکې سره خبرې کړې، چې د خپلې دندې له برکته يې ژوند کې بدلون راغلی دی.