د عکسونو البوم: د کندوز جګړې زرګونه بېځایه شوي تالقانو ته تللي

د افغانستان په شمال کې پر کندوز ښار د طالبانو له برید سره ددغه ښار زرګونه اوسېدونکي د ځانونو خوندي کولو لپاره ګاونډیو ولایتونو په تېره بیا تخار ته تللي دي. دغه بېځایه شوي کسان هلته له سختو ستونزو سره دي.

د انځور حقوق Assadullah Timor
Image caption مرستندویه بنسټونو او ځینو دولتي ادارو د بیځایه شویو د لاسنیوي لپاره له هغوی سره د خیمو او خوراکي توکو مرسته کړې
د انځور حقوق Asadullah Timor
Image caption دولتي ادارې او موسسې پر دغو خلکو مرستې وېشي خو چارواکي وایي د هغوی اړتیا پوره کولو لپاره بسنه نه کوي
د انځور حقوق Asadullah Timor
Image caption په تېره بیا د څښاک پاکو اوبو او تشنابونو ته د بیځایه شویو کسانو لاسرسی ډېر محدود دی
د انځور حقوق Asadullah Tomor
Image caption بیځایه شوي خلک وایي؛ له دوی سره کېدونکې مرستې کافي نه دي او دوی د پاکوالي او روغتیا په برخه کې له ستونزو سره مخ دي
د انځور حقوق Assadullah Timor
Image caption د کندوز ښار بېځایه شوي وګړي له دولت او مرستندویه ادارو د لاسنیوي غوښتنه کوي
د انځور حقوق Asadullah Timor
Image caption د کندوز بیځایه شوي زرګونه کورنیو د تخار په پارکونو او د ښار په بېلابېلو سیمو کې اړولي دي؛ هغه چې خپلوان لري د هغوی کورونو کې ته تللي

اړونده مطالب