په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

هلمند والي: وسله وال به ډېر ژر په شا وتمبوو

د هلمند مرکز لښکر ګاه شاوخوا جګړې روانې دي چې حکومتي ځواکونه وایی ډېر ژر به وسله وال مخالفین په شا وتمبوي او سیمه به ترې پاکه کړي.

په دې وروستیو کې د هلمند په ځینو برخو کې امنیتي حالت خراب شوی دی.

سپين تڼي د یوې مرکې په پیل کې د هلمند له والي حیات الله حیات پوښتلي، چې ولې په هلمند او ځانګړې توګه لښکرګاه کې حالت دومره کړکېچن شو؟