BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 14:04 گرينويچ 2008 ,23 سپتمبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
په بي بي سي کې د کارکولو موقع
 
بي بي سي
د بي بي سي نړيواله څانګه په 33 ژبو خپرونې کوې چې يوه يې پښتو ده
په کابل کې د بي بي سي دفتر سملاسي د خپلو دري او پښتو خپرونو له پاره يو شمېر چمتو کوونکو(پروډيوسرانو ) ته اړتيا لري.

بي بي سي د افغاسنتان له پاره پر پښتو او دري هره ورځ افغانستان او سيمې ته خپرونې لري. په دې خپرونو کې خبرونه او روانې چارې، ټولنيز، کلتوري او بوختوونکي پروگرامونه راځي.

د خپرونې د چمتو کوونکي (پروډيوسر) په توگه به ستاسې دنده څېړنه، پر پښتو او دري د راډيويي رپوټونو جوړول، پر وېبپاڼې د خپرېدو وړ مطالبو چمتو کول او د رسنيو نورې بڼې وي. په نورو دندو کې مو د مرکو کول او د پروگرامونو او بحثونو وړاندې کول راځي. چټکه او سمه ژباړه او پر راډيو يا انټرنېټ د خپرېدو له پاره د موادو چمتو کول د پروډيوسرانو نورې دندې دي.

د راډيويي خپرونو چمتو کوونکى بايد پر پښتو يا دري د لومړنۍ ژبې په توگه بشپړ واکمن وي او ورسره ورسره يې انگريزي هم تر لوړې کچې زده وي. سربېره پر دې، د افغانستان، سيمې او نړۍ پر حالاتو پوهېدل او د سيمې د رسنيو د بازار پېژندل هم ضروري دي.

د راډيويي خپرونو چمتو کوونکى بايد د ليسانس تر کچې يا له هغې سره معادلې زده کړې ولري او په وروستيو کلو کې د ژورنالستيکي تجربې شتوالى د کار په ورکړه کې يو مهم امتياز گڼل کېږي. ددې ترڅنگ، د کمپيوټر په کارولو کې بشپړ مهارت، پښتو او دري ټايپ او دغه راز پر انټرنېټ پوهېدل او ترې گټه اخيستل او له يوه خوځنده چاپېريال سره د ځان د سمولو وړتيا پر راډيويي کار د گومارنې شرطونه گڼل کېږي. سربېره پردې، د راډيويي چارو له پاره د ښه غږ درلودل هم اړين دي.

هغه غوښتونکي چې د غوښتنپاڼو د څېړنې په لومړي پړاو کې غوره شوي وي، د تحريري ازموينې او مخامخ مرکې له پاره رابلل کېږي.

د غوښتنپاڼې د تر لاسه کولو له پاره په کابل کې د بي بي سي له دفتر سره پر دې پته تماس ونيسئ:
او د غوښتنې ډکې کړې فورمې مو د 2008 کال د اکتوبر تر 8 نېټې پورې دې پتې ته وسپارئ:

ضيا ضحاک
٢٤ کور
د نوي ښار (شهر نو) د پارک لوېديځ سړک

ټلېفون: 2202300( 020)

موبايل : 0700297568

برېښنا ليک (ايميل) :
zia.zahak@bbc.co.uk

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت