BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 11:17 گرينويچ 2009 ,13 مارچ
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
داود خان او ستاسې خاطرې يا نظرونه
 

 
 
داود خان او ستاسې خاطرې يا نظرونه

افغانان د خپل لومړي ولسمشر او مخکني صدراعظم سردارمحمد داود په اړه څه نظر لري او هغه يې په خاطرو کې د څه ډول يوه شخصيت په توگه پاتې دي؟

دلته د بي بي سي پښتو خپرونو د اورېدونکو او وېبپاڼې د کتونکو هغه نظرونه په لنډيز سره رااخلو چې زموږ په غوښتنه يې راستولي دي. بي بي سي د رارسېدلو خاطرو د رېښتينوالي او د نظرونو د سموالي په اړه څه نشي ويلى. څه چې دلته لولئ ستاسې خپلې ليکنې او انگېرنې دي چې د رارسېدو د نېټې له مخې ترتيب شوي او وړاندې کېږي:

فضل رحمان تاجيار د محمد داود د جمهوري گار ډ د قوماندان مرستيال:
...د ١٣٥٧ کال د ثور پر اتمه د سهار درې نيمې شوې او د پل خشتي له جومات نه د آذان غږ راغى... کله چې گلخانې ته ننوتم ناڅاپه مې داود خان وليد. د ماليې وزير سيدعبدالاله، د کورنيو چارو وزير قدير نورستانى د بهرنيو چارو د وزير مرستيال وحيد عبدالله له داود خان سره او د کابينې نور غړي په بله کوټه کې وو.

په دې وخت کې داود خان ماته نژدې شو او ويې فرمايل: "زويه، ځوان يې، ځئ ځانونه تسليم کړئ. ما خپل تصميم نيولى دى." همدا مهال د گارډ قوماندان صاحبجان هم راته وويل چې "جمهور رييس صاحب خپل تصميم نيولى دى. تاسې ولاړ شئ، قطعه راټوله کړئ او امر وکړئ چې خپلې وسلې په ډېپوگانو کې تسليم کړي".

خو ماته د يوه مسلمان او افغان په توگه چې د ناموس، اسلام، د وطن د خاورې د ساتنې او د ملي نواميسو د محافظې لپاره مې پر خداى او قرآن قسم ياد کړى و، د داسې امر قبلول له طاقت نه جگ و....

سيد سرور، لندن:
شهيد محمد داود ٤٦ کاله په حکومت کې له فرقه مشر نه تر جمهوري رياست پورې دنده تر سره کړې. دده د کار په موده کې اساسي تحولات د ژوندانه په هر ډگر کې راښکاره شول... د جمهوري رياست پر مهال يې په هيواد کې امنيت ټينگ و او هيواد د غلې دانې له پلوه پر ځان بسيا و، اداري فساد نه و او قانون له بزگره تر داوده پر ټولو يو ډول پلى کېده.

ما پخپله د کابل پوهنتون د يوه محصل په توگه ليدل چې د جمهور رييس لور زرلښته خپل پوهنځي ته په ښاري بس کې راځي. په پوهنځي کې د هغې د شاملېدو نکل هم په زړه پورې دى:

زرلښته د ١٣٥٥ کال د کانکور په ازموينه کې پاتې شوې وه، د پلار له نفوذ نه يې ونشواى کړى چې د خپلې خوښې پوهنځي ته د تگ گټه پورته کړي. کله چې د ښکلو هنرونو ډيپارتمنت جوړ شو نو زرلښته هم له نورو کانکور ځپلو سره يو ځاى په خپلو نمرو په هغې کې شامله شوه.

دروېش د داود خان خانه سامان:
ولسمشر محمد داود له همېشني عادت سره سم تر کار وروسته يا د رخصتيو په ورځ په شخصي موټر کې په پرمختيايي پروژو گرځېده او يا يې د خلکو احوال اخيسته.

عسکر يا ساتونکي يې له ځانه سره نه بيول، ډېر ځله به يې په لاره کې له خلکو سره خبرې کولې، خو چا نه پېژانده.

يوه ورځ چې له دغسې يوې کتنې راستون شوى و، ماته يې وويل چې د گارډ قوماندان ورته راوغواړم. را مې وست. پوښتنه يې ترې وکړه: بچپه زه بندي يم؟ هغه وويل نه صاحب، ولې؟ ده وويل: نه، هرومرو بندي يم، ځکه چې په بندي پسې عسکر روان وي او نن مې کتل چې تاسې پټ پټ په ما پسې راروان وئ! غواړئ ما وساتئ؟ له چا مې ساتئ؟ که چېرې ما خلک ونه غواړي نو يو يا دوه عسکر څه چې ټانکونه مې هم نشي ساتلى.

دا خبره يې وکړه او په کلکه يې له قوماندان نه وغوښتل چې نور په ده پسې روان نه شي.

قاسم باز
پلار مې - بازمحمد خان له کوچني والي نه د داود خان دوست او ملگرى و. تل به يې په سختو شېبو کې له ده سره د زړه راز وايه او مشوره به يې ترې غوښته. داود خان د جمهوريت پر مهال، د رخصتۍ په يوه ورځ د خپل کور په چمن کې زما له پلار سره ناست و او خبرې يې ورسره کولې.

ناڅاپه يې زما له پلار نه وپوښتل: خان صاحب، ستا د کوم سندر غاړي آواز خوښېږي؟ (پلار مې وروسته موږ ته وويل چې د ولسمشر په دې پوښتنه حيران شو او نه پوهېده چې څه ځواب ورکړي.)

لږ غلى شو او بيا يې وويل: د عبدالرحمان اور غږ راباندې ښه لگېږي! تر دې وينا وروسته چوپتيا شوه او يوه هم څه ونه ويل. داود خان بيا زما پلار ته مخ کړ: له ما خو دې ونه پوښتل چې کومه سندره مې خوښېږي؟

پلار مې زړه نازړه ترې وپوښتل: پخپله وواياست چې کومه! داود خان وويل هغه چې وايي: "زما ښکلى جانانه، ما مه شړه له ځانه"، فکر کوم هغه .... هو، غمزده که چا ويلې ده! پلار مې وويل: هو رحيم غمزده ويلې ده.

داود خان تر لږې چوپتيا وروسته بيا وپوښتل: په راډيو کې يې اوس ډېره نه اورم چې ولې؟ پلارمې حيران شو چې څه ووايي، ځکه چې غمزده د ننگرهار چارواکو پاکستان ته د جاسوسۍ په تور (چې وروسته روښانه شوه جعلي و) نيولى و.

په پاى کې يې رېښتيا ورته وويل. داود خان هماغه شېبه د کورنيو چارو له وزير نه وغوښتل چې د رحيم غمزده د دوسيې او تور په اړه بشپړ معلومات ورکړي.... څه موده وروسته غمزده په کابل کې زما د پلار سلام ته راغى!

له نا څرگند ځاى نه يو بې نومه برېښنا ليک
سردار داود ډېر ښه کارونه کړي، خو افسوس چې د افغانستان ١٢ (؟) مخکني صدراعظمان يې نه واى وژلي.

حکمت الله صديقي د قزاقستان له چمکنت نه
که څه هم داود خان يو مغرور او په دولت مين انسان و، خو ورسره په هيواد او خلکو هم مين وچې د بيا رغاونې ډېر ښه پروگرامونه يې درلودل.

بصير سهاک کوچى، د برتانيې له کاردېف نه
داود خان د افغانستان "پاچا" (؟) او د نړۍ زمرى و.

سيد عمر خاورين، پېښور، پاکستان
داود خان د افغانستان د تاريخ يوه ستره څېره وه.

ډاکټر عبدالقدير نوري، کندز، افغانستان:
ښاغلى محمد داود د افغانستان د تاريخ يوه وتلې څېره ده چې زه پرې وياړم. د هغه نوم به د افغانستان د بيا رغاونې په تاريخ کې په زرينو ټکو ليکلى وي.

محبوب الهي، کابل افغانستان
داود خان د نورو افغانانو لپاره يو غوره مثال دى.

محمد ياسين شريف زى، اسلام آباد، پاکستان:
ما داود خان پخپله نه پېژانده خو د هغه په اړه مې اورېدلي او لوستلي دي. د هغه وژنه نه يوازې خپلې کورنۍ چې ټول هيواد ته يوه لويه ضايعه وه. د هغه وژونکي دې ښاد نه شي.

محمد خان هيواد وال، کندهار، افغانستان
شهيد محمد داود د افغا نستان او د نړۍ د ازادو خلكو وياړ دى.

صادق ستانکزى، لوگر، افغا نستان
داود خان له هغو جمهورو رييسانو څخه و چې غلامي يې نشواى منلى. هغه د ملت په زړه کې ځاى درلود.

نور حضرت تسل، جلال آباد، افغانستان:
دشهيد سردار صيب د جمهوريت شروع د افغانانو لپاره نيکبختي وه، خو بد بختانه د جمهوريت له زوال سره سم يې دافغانانو وينې تويېدل شروع شول چه انتها يي نه ده معلومه.

عبدالحکيم حکيم، پښين، پاکستان:
فکر کوم چې د داود خان په وژنه کې د گاونډي هيواد لاس و.

ډاکټر اصيل صميم هډه وال، لندن، بريتانيا:
زه د ښوونځي زده کوونکى وم چې داود خان د خپل رياست پر مهال د ننگرهارپه هډه کې زموږ کلي ته راغى چې د هغه ځاى موزيم وگوري. موږ د زده کوونکو په توگه ملي بيرغونه په لاسو کې نيولي وو او له خپلو ځينوښوونکو او کليوالو سره مو هغه ته هرکلى وايه.

موږ له موزيم نه ډېر لېرې وو، خو په دې وخت کې يو څوک چې په جيپ کې سپور و راغى، موږ ته يې وويل چې ځئ ، تاسې ته چا ويلي چې دلته ودرېږئ. او بيرغونه يې رانه ټول کړل.

له ما سره اوس هم دا پوښتنه ده چې هغه کس به څوک و چې موږ يې وشړلو او پرې يې نه ښودو چې ولسمشر ته خپل ملاتړ څرگند کړو؟

حيات توفان، لندن، بريتانيا:
داود خان د افغانستان لومړى ولسمشر او د احمد شاه بابا او ميرويس نيکه په څېر يو رېښتونى اتل و. ټول افغانان بايد پر هغه ووياړي، ځکه چې هغه له کورنۍ سره يو ځاى خپل سر له افغانستان نه ځار کړ.

محمد نادر فاروقي، د هلمند لښکرگاه، افغانستان:
سردار محمد داود خان ښه سړى و، خو {تېروتنه يې دا وه چې } د افغان ټولواک {محمد ظاهرشاه خلاف يې} کودتا وکړه.

ضمير احمد شېرزاد، جلال آباد، افغانستان:
له کومې ورځې چې داود خان شهید شوی نوافغانستان ښه ورځ نده ليدلې. دا ټول د خلک گوند له لاسه دي او خداى پوهېږي چې افغان مظلوم ملت به لا تر کومه په دې بې درمله رنځ اخته وي.

سيد ميرويس، جلال آباد، افغانستان:
زه پر داود خان وياړم، هغه د افغانستان يو صادق او فعال مشر و.

سميع الله شاکر، کرمان، ايران:
داود خان د افغانستان غوره مشر او ماته گران دى، که چېرې اوس واى نو د هيواد د پرمختگ بڼې به توپير درلوداى.

اميد جان اميد، گردېز، افغانستان:
شهيد سرادر محمد داود خان زموږ ملي اتل دى او دى زموږ د هيواد يوازينى غوره مشر گڼل کېږي. دى د بهرنيو استخباراتو غړو وواژه چې په کار ده د {حامد} کرزي حکومت يې پوښتنه وکړي.

خليل الله فرشاد يوازې، کونړ، افغانستان:
{خليقان؟} ښه خلک وو چې يوازينى هدف يې د هيواد آبادول و. هغوى د افغانستان پوځ جوړ او په ښو تجهيزاتو سمبال کړاو خلکو ته يې خپل حقونه ورکړل.

مسعود واقف، کابل، افغانستان (په دري ژبه)
زما له نظره د افغانستان لومړى ولسمشر محترم محمد داود يو وطنپال او د بهرني سياست په ډگر کې يو پياوړى سياستوال و.

ذبيح الله جلالزى، اسلام آباد، پاکستان:
ما له خپلو خلکو اورېدلي چې سردار داود يو تکړه او با صلاحيته سړى و او ما يې له اکثرو خلکو صفت اورېدلى دى. زه يقين لرم چې د داود خان وخت به ښه او جمهوري نظام به يې خلکو ته په زړه پورې و.

سراج الدين نصيري، ډېلى، هند:
سردار داود خان يو ښه جمهور رييس و، خو خلک بايد په دې وپوهولى شي چې هغه يو نوميالى کس و.

عبدالقدوس امان، رياض، سعودي عربستان:
زماپه نظر سردارداود خان دافغانستان لپاره يو غر و اوپرهغه كودتا له افغانستان سره ملي خيانت و او پايلې يې دا شوې چې تراوسه افغانستان له يوه نه ختميدونكي ناورين سره مخ دى اوترڅوچې افغانان د سردار داود خان شهيد د بې رحمانه مرگ څخه توبه اومعذرت ونه غواړي، نوترهغو به په دې ناورين ككړوي.

عبيد علم، لندن، بريتانيا:
هغو کسانو ته دې چې داود خان يې وژلى سزا ورکړ شي.

شکيب الله شفيقي، ننگرهار، جلال آباد:
وايي چې د شهيد سردار محمد داود د حکمرانۍ پر وخت دولتي لوړ پوړو چارواکو، حتى د وزير تر کچې پورې چا د دولتي موټرو څخه د شخصي کارونو لپاره استفاده نه شوه کولاى او که به څوک وليدل شو، موټر يې ورته دراوه او دوباره د جمهور رييس له امر پرته چا موټر دغه چارواکي ته نه شو ورکولاى.

مگر په اوسني حکومت کې دولتي عادي چارواکي هم دولتي موټرې نه يوازې د شخصي کارونو لپاره استخداموي بلکه ددې تر څنگ د موټرو يو لوى قطار چې بې شميره وسله وال د ساتونکو په نوم پکې ناست وي دولتي عادي چارواکى بدرگه کوي. برسېره پر نورو کارونو کورته سودا راوړل او د کورنۍ غړو ته په پارکونو او بازارونو کې په دولتي موټرو کې چکر ورکول هم خپل روا حق گڼي.

محمد صابر، کابل، افغانستان:
زه یادونه کوم چه په افغانستان کې وضعې او حالت وښودله چې د ديموکراسۍ او حتی جمهوریت له پاره شرایط برابر نه دي. دلته باید داسې یو غیر جمهوري نظام د امریکا او نړیوالو په مرسته راوستل شی چه په واقعیت کې دې ملک او خلکو ته خدمت وکړی او د واقعي جمهوریت او ډیموکراسۍ لپاره لاره هواره کړی.

داودخان هم بې وخته جمهوریت اعلان کړ او په فطري لحاظ هرڅه چې د پختگۍ مرحلې ته و نه رسیږی او یاپه خپل وخت ایجاد نشي د هغه نتیجه همداسې وي لکه د افغانستان اوسنى حالت چې ټوله دنیا یې هم نشی سمولاى.

خان ځاځى، لندن، بريتانيا:
داود خان ښه سړى و چې زه ورته درناوى لرم، خو دوه کارونه يې د منلو نه و. يو د ظاهر شاه خلاف پوځي اقدام چې نورو گوندونو هم دغه چل زده کړ چې حکومتونه په کودتا ړنگ کړي. بل دا چې د هغه کورنۍ او بهرنۍ تگلارې هم يوه فاجعه شوه. د ويجاړۍ پر لور د افغانستان لومړى گام داود خان پورته کړ.

بسم الله اميد، خوست، افغانستان:
سردار داود خان زموږ ملي اتل و او موږ پرې وياړو. د هغه وژونکي دې محاکمه شي.

الف. شگيوال، پونه، هند:
داود خان د افغان ولس یو له هغو زړورو او هیواد پالو شخصیتونو څخه دى چې باید نوم یې د دُراني احمدشاه، وزیر فتح خان او اعلیحضرت امان الله خان په کتار کې راوستل شي.

مير بريال خيبر، پېښور، پاکستان:
بهرينو کمونستو مشرانو د مير اکبر خيبر د وژنې پلان جوړ کړى و چې پړه يې پر داود خان واچوله، څو د هغه د حکومت ړنگېدو ته لاره جوړه شي او افغانستان ونيول شي.

فيض محمد بارکزى، کندهار، افغانستان:
سردار محمد داود خان د افغانستان د يو ډيرو پياوړو او وتلو مشرانو څخه و. نوموړي د افغانستان خلکو ته دا اجازه ورکړه چی د وطن څخه د باندی تعليم وکړي او بيرته وطن ته راسی او خلکو ته خدمت وکړي. افغانستان به ډيره ترقي کړې وای. د افغانستان خلک په سلو کی ۹۹ په شهيد سراد محمد داود خان خوشاله و.

انجنير حيات الله ابراهيمي، ناڅرگند ځاى (دري ژبه)
داود خان په وروستيو ٦٥ کلو کې د افغانستان يوازينى واکمن و چې د هيواد له آبادۍ پرته يې بله هيله نه درلوده. د هغه وخت د اوبو او برېښنا وزير راته وويل چې سردار صاحب غواړي بې واسطې وړ کسان له کورني، قومي او سيمنه ييز تړاو پرته په لوړو دندو وگوماري او د څو رياستونو وړانديز يې راته وکړ.

تر اوسه ما نه دي اورېدلي چې بل جمهور رييس صاحب دې دغه ډول کسان د لياقت له مخې پر دندو گومارلي وي.

جانان حبيب، جلال آباد، افغانستان:
دخدای بښلي شهید محمد داود زوی په پوليتخنیک کی استاد و او همیشه ترپوليتخنیک پورې په ملي بس موټرکې ته. ځان یې ترټولو جگ نه گاڼه. راشه (وگوره چې) زموږاوسني چارواکي اود قدرت تږي څنگه له دولت نه شخصي گټې لوړې بولي!

عبدالله جان اڅک، لښکر گاه، افغانستان:
شهید سردارمحمد داود خان مرحوم دافغانستان بخت اودافغانانو ویاړ و او دثورکودتاپه هکله به زه دومره ووایم چې دثور اوومه د افغانستان په تاریخ کې یوه ترټولو غمجنه ، توره اوخونړۍ ورځ ده او کمونستان به ترابده دافغانانوپه منځ کې منفور... اونه بخښونکي وي.

حميدالله عبيدي، تکزاس، امريکا:
څه چې زما په ياد دي دادي چې ټولو د داود خان د ولسمشرۍ پر مهال خورا ښه احساس درلود او هېڅ نژادي توپير په حکومت کې نه و. پښتون، تاجک، ازبک او هزاره څنگ پر څنگ له کومې ستونزې پرته کار کاوه.

حاجي حبيب، نصاري؟، امريکا
د ستر داود خان په څېر نه بل مشر و او نه به راشي چې صادق مسلمان او رېښتونى ډيموکرات و. په خپلو څلورو کلو کې يې تياره افغانستان د زده کړو د رڼا پر لور بوته.

مير نصرالدين کليم زيوري، ؟
محمد داود زما له نظره ښه سړى و، خو ملگري يې ښه نه وو او په منځ کې يې د پخواني شوروي د استخباراتو غړي وو.

حاجي لقور(؟) رجايي، بلوچستان، پاکستان:
د داود خان پر مهال زما ماما حج ته تللى و، ده ويل چې عربو افغانستان نه پېژانده، خو داود خان يې پېژانده.

حييب الرحمان اڅکزى، اوروزگان، افغانستان:
د داود خان حکومت تر ډېرو غوره و او هغه د ډېرو وگړو په زړونو کې ځاى لري.

دين محمد خان عمري، هند:
داود خان يو ننگيالى مشر و او که دى نن په افغانستان کې واى، نو دهيواد به دا حال نه و.

ډاکټر محمد سرور فيروزي، کندهار، افغانستان:
دسردارمحمد داود خان حكومت واقعا يو افغاني اواسلامي حكومت و اوخپله يو خواخوږى جمهوررييس و. د ده كوښښونه به هيڅكله افغان ولس هير نه كړي.

عبدالواسع، کابل، افغانستان (دري ژبه)
که داود خان کودتا نه واى کړې، افغانستان به په دې بدمرغيو نه اخته کېده.

امير خان پښتون، ډابلين، آيرلند
{د داود خان خلاف} د ثور له انقلاب نه کرکه کوم چې غمونه يې نن هم زغموو. دېرش کاله تېر شول او لا هم په کډوالۍ کې يو.

داود خان کاکړ، مادريد، اسپانيا:
د مبارک داود خان د هډونو موندل يوه نېکه خبره ده او پر دې خوښ يم چې حکومت يې خاور ته سپاري.

احسان الله صالح، رياض، سعودي عربستان:
سردار محمد داود خان يو له هغو سپېڅلو مقصد درلودونكو مشرانو له جملي څخه و چې غوښتل يې د افغانستان كړېدلي او ځورېدلي هيواد لپاره دير ډير څه وكړي چې بالآخره يې په همدغه لاره كې خپله وينه قرباني كړه .

عجب گل ځدراڼ، حيرتان، بلخ:
{داود خان} د افغانستان د تاريخ يو بېسارى اتل دى او تل به د نوي نسل په ياد وي.

عبدالهادي اميني، هالنډ:
{داودخان} د افغانستان له سترو مشرانو څخه و چې د هيواد د آبادۍ، د بندونو او برېښنا کوټونو د جوړولو لپاره يې غوره پلانونه درلودل. هغه يو پاک مسلمان و.

ماته د ثور دکودتا ورځ په ياد ده چې کورته مې له نانوايي نه ډوډۍ راوړه. را ياد دي چې څنگه يو سړى راغاړې وت او په ژړا يې ويل چې موږ خپل ستر سردار له لاسه ورکړ. هغه مهال زه پنځلس کلن وم او تر اوسه مې بيا نېکمرغه ورځ ونه ليده.

گلدار خان، جلال آباد، افغانستان:
زه په ناروې کې ژوند کوم او وايم چې له هغې ورځې چې داود خان وژل شوى، افغانستان يتيم شوى دى. د ده وژونکي بايد محاکمه شي.

شکرالله عظيمي، کاونټري، بريتانيا:
داود خان خورا ښه سړى و.

جنرال شمال، کابل، افغانستان:
داود خان بابا که ژوندى واى، موږ به له دومره تکليفاتو سره نه واى مخامخ شوي.

رحمان الله تنها، لندن، بريتانيا:
داود خان د ټول هيواد د آبادۍ هيله درلوده او بايد په کابل کې خاورو ته وسپارل شي.

سيد احمد علمي، کندهار، افغانستان:
داودخان پر موږ گران دى.

شاهنشاه همدرد، جلال آباد، افغانستان:
داود خان کونړ ته د سفر پرمهال له يوه بېوزلي سره چې په مخه ورغلى و، نقدي مرسته کړې وه او ترې غوښتي يې و چې د پيل کړې چارې په بشپړېدو کې د بري دوعا ورته وکړي.

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت