د ناټو چورلکې رالوېدو ۱۴ کسان وژلي

په پلازمېنه کابل کې د ترکي يوه پوځي څرخکه رالوېدلې چې له امله يې دولس سرتېري وژل شوې دي.

افغان پوليس وايي دغه څرخکه د کابل ښار په ختيځه څنډه د باګراميو په ولسوالۍ کې په يوه کور پرېوتې او لږ تر لږه دوه کسه يې وژلې دي.

يو راپور وايي وژل شوي ترکي سرتېري دي، خو دغه راپور لا تاييد شوی نه دی.

د ترکيې يوه پوځي بيانيه وايي تر اوسه د څرخکې د لوېدو لامل نه دی معلوم، خو يوه افغان پوليس بي بي سي ته ويلي چېښايي د الوتکې د لوېدو لامل تخنيکي ستونزه وي.

ژغورونکي اوس د کور خاورې خځلې د نورو ممکنه تلفاتو د څرګ لګولو لپاره لرې کوي.