لېبیايي ملېشو برتانوي خبریالان خوشي کړل

دوه برتانوي ژورنالیستان چې لیبیايي ملیشو د جاسوسۍ په تور نیولي وو خوشي شوي دي.

دغو دوو ژورنالیستانو د ایراني تلویژون پریس ټي وي لپاره کار کاوه چې تیره میاشت په طرابلس کې ونیول شول. ملیشو ویلي وو چې دغه دوه ژورنالیستان نیکولاس ډیویس جونس او کریت جانسن په غیرقانوني توګه لیبیا ته ورغلي وو.

خو څو ورځې وړاندې دغه دوه خبریالان د لیبیا حکومت ته وسپارل شول.

د لیبیا د کورنیو چارو وزارت وايي وروسته له هغه چې څرګنده شوه چې دې خبریالانو کوم جرم نه دی کړی دواړه یې خوشي کړل.