نړیوال بانک پاکستان ته یو میلیارد ډالر پور ورکوي

نړیوال بانک پاکستان ته د یو میلیارد ډالرو د پور ورکړه تصویب کړه.

دغه پیسې به د برېښنا د زیاتوالي او کرنې او اوبه خور په سیستمونو ولګول شي.

نړیوال بانک وايي په دې پیسو سره به د تربېلې برېښنا بند ظرفیت لوړ شي او د برېښنا تګ راتګ به هم کم شي او ورسره به په پنجاب ایالت کې یو سل او شل زره ایکره ځمکه هم خړوبه شي.