پاکستان وايي امرېکا دې بخښنه وغواړي

دوى وايي واشنګټن دې د هغو ۲۴ پاکستاني سرتیرو پر وژنه بې له کوم شرطه بخښنه وغواړي چې د افغانستان پولې ته څیرمه په نومبر میاشت کې وژل شوي وو.

پر دغوسرتیرو د امریکا د برید له امله پاکستان په افغانستان کې پر میشتو ناټو ځواکونو اکمالاتي لاره وتړله.

رضا رباني چې د دغې تحقیقاتي ډلې مشري کوي، په اسلام اباد کې پارلمان ته دغه اعلان وکړ. دۀ وويل:

"امریکا باید په پاکستان کې په خپلې تګلارې له سره کتنه وکړي. په دې مانا، چې لومړی دې د پاکستان په سرحدي سیمو کې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه بند کړي.دویم دې د پاکستان خاورېته نه راځي او خلک دې نه تعقیبوي."