شمالي کوريا د اتومي انرژۍ ټولنه وربللې ده

نړيواله اتومي ټولنه وايي شمالي کوريا د ورتگ بلنه ورکړې ده ، دوى له دغه هيواده درې کاله وړاندې شړل شوي وو.

دغه گام درې اوونۍ له هغې وروسته پورته کيږي چې شمالي کوريا موافقه وکړه چې د اتومي او اوږد واټن توغنديو ازموينه به دروي او د امريکا د متحده ايالتونو له لوري د خوړود مرستو په بدل کې به د ملگرو ملتونو څارونکو ته اجازه ورکوي دغه چې هيواد ته لاړ شي.

خو د بي بي سي خبريال وايي ، دا نه ده څرگنده چې شمالي کوريا به د اتومي تاسيساتو د ليدو په برخه کې د ملگرو ملتونو څارونکو ته څومره امکانات برابر کړي .

د شبنې په ورځ شمالي کوريا وويل راتلونکې مياشت به فضا ته يوه سپوږمکۍ وتوغوي .

مخالفين وايي دا په يو بل ډول د اوږد واټن بالستيکي توغندي د سيستم ازموينه ده .