روسيې په سوريې کې اوربند وغوښت

روسيې د سوريې له حکومت او مخالفو ځواکونو نه غوښتي د هيواد په لرو بر کې پر اوربند سم لاسي موافقه وکړي چې اړمنو کسانو ته بشري مرستې ورسيږي.

په دغه هیواد کې جګړو په زرگونو کسان وژلي دي.

د دمشق نژدې ملګرې روسيه وايي ژوبلو کسانو او هغو ملکي کسانو ته چې ليږد ته اړتيا لري د رسيدو په موخه د نړيوال سرۀ صليب د غوښتنې ملاتړ کوي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مشره ولري اموس چې د باباعمر ولسوالۍ ته یې تیره میاشت سفر کړی و بي بي سي سره په خبرو کې ټینګار وکړچې په هر ډول حالاتو کې بايد بشري مرستې اړمنو خلکو ته ورسیږي.

دې وويل: "موږ لا تر اوسه نه پوهیږو چې په زرګونو کسان ولې له بابا عمر څخه ووتل. دا ډیره مهمه ده، چې موږ باید ماشومانواو ښځو سره چې ښایې ژوبلې شوې وي، مرسته وکړو. زه فکر کوم، چې موږ ټول ، دغه بحران ته د سیاسي حل غوښتونکي یوو."