'بدخشان کې واورو ښویېدو د ۲۱ کسانو ژوند واخیست'

د افغانستان له شمالي بدخشان ولایته ناتایید شوي راپورونه وايي، چې په واخان ولسوالۍ کې د واورو ښویېدو له کبله لږترلږه ۲۱ کسان مړه شوي.

سیمې ته د ژغورندویې ډلې یوه غړي ویلي، چې واوره د واخان ولسوالۍ په نرس کلي کې ښویېدلې ده.

د پېښې سیم ته نژدې دغې ژغورندویې سرچینې ویلي، چې د پېښې په اړه یې د بدخشان له والي سره خبرې کړې دي.

سرچینه زیاتوي، چې د لارې د بندېدو له کبله دوی د واورو ښویېدو کلي په ځان رسولو نه دي توانېدلي.

د روانې میاشتې په لومړیو کې هم په دغه ولایت کې د واورې ښویېدو کبله ۴۲ کلیوال مړه شول.